تاند، شنبه، د جدي ۷مه: د پنجاب ایالت څخه تښتول شوی مدافع وکیل شفیق ایډوکېټ ۱۷ ورځې وروسته بېرته کور ته ستون شوی دی خو وايي، د بند په موده کې ترې د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د معلوماتو اخیستلو هڅه کېدله.
نوموړی چې په ټولنیزو رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی و، وايي، له اوکاړا سیمې څخه هغو کسانو وتښتاوه چې هرڅوک یې پېژني او د نوم اخیستلو لپاره یې اړتیا نشته.
ښاغلی شفیق وايي، د ډسمبر په لسمه نېټه کور ته روان و چې وسله والو کسانوو په زوره موټر ته پورته کړ او پرون جمعه یې د پنجاب په بهکر سیمه کې بیرته خوشې کړ: (( په یوه کوټه کې یې بندي کړی وم، لاسونه يې را تړلي او سترګې یې راباندې تړلې وې.))
هغه ويلي پوښتنې ترې کېدې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دې غورځنګ د مشر منظور پښتين سره څه اړیکه لري؟ او هغو ته پېسې څنګه ورکوي؟
پر شفیق ایډوکیټ وکيل د پاکستان د ادارو لخوا د سایبري جرمونو تورونه لګول شوي او هغه تر دې دې وړاندې هم د روان کال د جون په مياشت کې تښتول شوی و خو له څو ورځو وروسته په ژوبل حالت کې بيا خوشی کړی شوی و.