تاند، شنبه، د جدي ۷مه: وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی دی چې طالب مشرانو په خپلو منځو کې سره د یوې اوونۍ په اوربند سلا کړې ده.

والسټریټ د یو طالب چارواکي له قوله وايي، طالبانو له چهار شنبې ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکایانو سره د اوربند په تړاو خپلمني ناسته کړې ده چې ټول مشران په کې د یوې اوونۍ په اوربند سلا شوي دي.

راپور وايي، دا اوربند به د نوي کال  له پیل سره د طالبانو او امریکا تر منځ دسولې هوکړې لاسلیک ته زمینه برابره کړي.

راپور همدا راز وايي، له اوربند سره سم به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر هم مشخص شي او د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ډسمبر له ۱۳مې راهیسې د نوي کال د رخصتیو لپاره مذاکرات په ټپه درېدلي دي چې زلمي خلیلزاد ورته لنډمهاله وقفه ویلي دي.

One thought on “والسټریټ ژورنال: طالبانو د یوې اوونۍ په اوربند هوکړه کړې ده”
  1. داسی ویل کیږی چی طالب پلاوی د خپلو مشران سره د اوربند او بین الافغانی مذاکراتو د مشوری لپاره د پاکستان پیښور او
    اسلام آباد او بلوچستان ته سفرونه کړی وو
    مګر تل افغانان او په ځانګړی ډول ولسمشر غنی وایی چی پاکستان دولت، پوځ او استخبارات یی باید د طالبانو سره د خپلو اړیکو په اړه نړیوالو او افغان دولت تعریف وړاندی کړی
    کچیری طالب چارواکی وایی چی زموږ مشران په پاکستان کی نشته نو دوی پاکستان ته د څه لپاره سفر کړی او له چا یی مشوره غوښتله؟
    کچیری د دوی مشران په پاکستان کی دی نو پاکستان دولت ولی د طالبان په شتون باندی د نړی او افغان دولت په سترګو کی شګی او خاوری شیندی؟

    اوس یی وخت ده چی د اشرف غنی پوښتنو ته د پاکستان پوځ او استخبارات او عمران خان او همدارنګه نړیوالو ته د خپلو اړیکو په اړه د خپل سیاسی مکانیزم تشریحات وړاندی کړی چی د کوم نړیواله مکانیزم او اصولو په اساس د جنګی ډلی سره خپلی اړیکی پالی او تل بیا پنجاب پوځ او استخبارات د نړیوالو په سترګو کی خاوری او خځلی شیندی؟

    کچیری دوی (پاکستان پوځ او استخبارات) د طالبانوسره نږدی اړیکی لری نو ولی امریکا او برتانیه د ایران د سپاه پاسدارانو په شان بندیز نه لګوی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *