تاند، شنبه، د جدي ۷ مه: د جوزجان د منګجیک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، طالبانو یې له ۱۲ زره کورنیو څخه د کور په سر ۵۰ افغانۍ غوښتنه کوي.
ځایي خلک وایي، د طالبانو د نوي قانون له مخې که کوم کور هره میاشت ۵۰ افغانۍ ورنکړي، نو دوی به په سیمه کې د ژوند کولو اجازه ورنکړي.
دوی دا هم وايي چې طالبانو د ولسوالۍ په اوږدو کې پوستې جوړې کړي او له خلکو په زور پیسې ټولوي.
د منګجیک اوسیدونکي وايي حکومت د طالبانو له ظلم او وحشت څخه د ولس د خلاصون لپاره هیڅ نه دي کړي.
د جوزجان د منګجیک ولسوال مطیع الله احسان هم تایید کړه چې طالبان د ولسوالۍ له اوسیدونکو څخه پیسې ټولوي: (( دوی له دولس زره کورنیو څخه د میاشتې ۶۰۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د منګجیک له خلکو څخه د پیسو راټولو څخه انکار کوي.