تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي، طالبانو په دغه ولایت کې د ولسي پاڅونوالو په یوه مهمه قرارګاه برید مې ۱۷ پاڅونوال وژلي او ۴ نور ژوبل دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري تاند ته وویل چې دا برید تیره شپه په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د مشهور پاڅونوال قوماندان ملک احمد تاتار پر کور شوی.

ښاغلي هجري دا هم وویل چې ملک احمد تاتار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یو مشهور محلي قوماندان دی ، چې د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې لوی لاس لري.

د هغه په ​​وینا ، د تیرې شپې برید کې وژل شوي ټول د ملک احمد تاتار خلک او ولسي پاڅونوال وو: (( د پاڅونوالو مرستې ته امنیتي ځواکونه ور رسیدلي او اوس وضعیت د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.))

بلخوا طالبانو ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۲۱ تنه ولسي پاڅونوال وژلي او ګڼ نور ژوبل دي.

د تخار ولایت د هیواد یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې طالبان یې په ځینو برخو کې شتون لري او ترهګریز فعالیتونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *