تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: په پام کې ده چې په کونړ ولایت کې د۲۳ ملیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ ټنه کبانو د تولید ظرفیت لرونکی فارم جوړ شي.

مسوولان وایي، په فارم کې کار روان دی او تمه کیږي چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به یې کار پیل شي.

د کبانو د روزنې دا فارم د خصوصي سکتور او د کرنې وزارت په ګډه پانګه جوړیږي چې د کرنې وزارت په سلو کې ۹۰ او خصوصي سکتور په کې۱۰ سلنه برخه لري.

د کونړ ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ امر ګل رحمان وايي ، دا فارم د ۲۳ ملیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د چارو له بشپړیدو وروسته به په دریو ورځو کې ۸ ټنه کبان تولیدوي: ((فارم په لس جریبه ځمکه جوړېږي چې په کې به ۳۰ لوی او واړن تالابونه وي او د ماهيانو درې نسلونه (ګراس ، سلفر او کامون کارپ) به په کې روزل کېږي))

په دغه ولایت کې د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو رییس انعام الله ساپی وايي ، د کبانو روزنې ته یې په دې ولایت کې خاصه پاملرنه ده او ډېر لوی واړه فارمونه به یې جوړ کړي.

په کونړ ولایت کې دا مهال د کبانو ۴۷ فارمونه فعال دي، چې سږ کال یې شاوخوا ۴۷ ټنه تولیدات لرل.

One thought on “کونړ کې په لس جریبه ځمکه د کبانو تر ټولو لوی فارم جوړېږي”
  1. ایله یو ښه خبر له کونړه، د ژوند خبر، کنه کونړ خو سم دم د سلفي ځناورو فارم دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *