تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: د هرات د ګازرګاه جامع جومات ملا امام مجیب الرحمن انصاري خپلو پلویانو ته امر کړی چې د اسلامي قانون د پلي کولو لپاره دې تورنو کسانو ته د رجم او سنګسار جزا ورکړي او د حکومت پریکړې ته انتظار نه باسي.

ښاغلي انصاري خبرداری ورکړی چې که څوک غلا ، شراب څښل او نور جرمونه وکړي ، نو د دوی د ملاتړو لخوا به ورته سزا ورکړل شي: ((که غل ونیول شي نو باید دارالافتا ته یوړل شي که دارالافتا وویل چې لاس یې غوڅ کړئ، نو که ټول بشري حقونه یې ترشا وي هم لاس یې باید غوڅ شي.))

دغه دیني عالم ټینګار کوي چې له دې وروسته به د دولتي چارواکو لخوا د هغه د لاسونو ښکلول د اسلامي قانون په پلي کولو کې د ده د دریځ مخه ونه نیسي: (( دې لپاره چې مسوولان راشي زما لاسونه ښکل کړي، زه خاموشي غوره کړم؟؟ د خدای قانون ، د خدای په همدې ځمکه سر له نن څخه د خواجه انصار د وخت په څېر جاري دي.))

نوموړی وایي، اسلاني قانون به د خواجه انصاري له خاورې پیل او تطبیق کړي، بیا به نورو سیمو ته دا لړۍ غځوي.

په ورته وخت کې ، د هرات والي ، عبدالقیوم رحیمي وايي چې دا مذهبي عالم د هغه ملګری دی او نه غواړي چې ورسره مخ شي: ((که تاسو غواړئ ماله ديني عالم مجیب الرحمن سره مواجه کړئ، زه دا کار نه کوم هغه زما ملګری دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان قوانین چاته اجازه نه ورکوي چې د ثلاثه محاکمو له حکم پرته پر تورن باندې په خپل سر حکم تطبیق کړي.

One thought on “هراتی مولوي: شرابیان، زناکاران سنګسار کړئ، د حکومت په تمه مه کښېنئ”
  1. د هرات ګذرگاه نه بلکې ګازرگاه مسجد جامع.
    دا خبري يې پخوانۍ دي …. او بل دا چي اجرائيه قوت نه لري، هسي خبري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *