تاند، یکشنبه، د جدي ۸مه: افغان ځواکونو د هیواد په شمال ختیځ کندوز ولایت کې د طالبانو مهم قوماندان ملا خاکسار له ۱۲ نورو طالب وسله والو سره وژلی دی.
د پامیر قول اردو لخوا په دې اړه خپرپاڼه کې راغلي چې هوایي ځواکونو نن (یکشنبه) سهار مهال د خان آباد ولسوالۍ په “ایشان توپ” سیمه او د کندوز ښار په شاوخوا سیمو کې عملیات ترسره کړي دي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د یو هوایي برید په پایله کې د طالبانو د مهم قومندان ملا خاکسار په ګډون د طالبانو ۱۳ تنه شوي دي.
پامیر قول اردو وایي، په دې عملیاتو کې د طالبانو څو پوستې او یو کرولا موټر هم ویجاړ شوی دی، خو طالبانو په دې اړه بیا څه نه دي ويلي.