تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو د سولې کاروان وايي، ډیر ژر به د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره کویټې ، پیښور او قطر ته ولاړ شي.

د کاروان غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې سوله په هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو ترټولو غوره انتخاب دی او په دې لار کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

د بې پرې عالمانو د سولې کاروان له سیاسي ګوندونو ، مشهورو شخصیتونو او ټولو اقشارو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

د کاروان غړو د یکشنبې په ورځ د کابل په نبوي جومات کې یوې غونډې ته وویل چې یو پلاوی به یې د سه شنبه په ورځ کندهار ته سفر وکړي او بیا به له طالبانو سره لیدو لپاره کویټې ته ولاړ شي.

د کاروان غړی مفتي محمد بلال وايي: “ډیر ژر به غیر جانبدار افغان عالمان د پیښور ، کویټې او قطر ته ولاړ شي. په دوی کې – طالبان – زموږ خواخوږي ، ښوونکي ، زده کونکي او ملګري دي. هغه حرکت چې موږ پیل کړی دوامداره دی. “

د افغانستان د بې طرفه دیني عالمانو د سولې کاروان یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ چې په سمدستي اوربند ټینګار کوي.

په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې د سولې پروسه باید په پروژه بدله نه شي.

په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا رییس مولوي عبدالقادر قانت وویل چې په افغانستان کې امنیتي ، سیاسي او اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی او افغانان باید ژر تر ژره باید سولې ته ورسیږي: “موږ ژر تر ژره سوله غواړو، په جګړه کې ښکېلو غاړو ته زموږ پیغام دا دی چې ژر تر ژره د خبرو میز ته راشي او اوربند وکړي، زموږ ځوانان باید خوښ ژوند ولري. نه دا چې د بې کارۍ ، بېوزلۍ او جګړې له لاسه وژل کیږي. “

د دیني عالمانو د سولې کاروان په داسې حال کې جوړ شوی چې تر دې وړاندې د هلمند مشهور د سولې غورځنګ له شاوخوا دوه کالو راهیسې خپل غږ پورته کوي او له ډېرړ ستونزو سره سره یې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

One thought on “له هلمندي ځوانانو وروسته اوس د دیني علماو د سولې کاروان طالبانو ته ځي او اوربند ترې غواړي”
  1. تل می ویلی کچیری امریکا او برتانیه په افغانستان کی سولی ته صادق وی نو ډیر زیات نه لږ زره دی په پاکستان پوځ او استخباراتو باندی سیاسی او اقتصادی داسی فشار او بندیز ولګوی لکه د سپاه پاسداران د ایران نو بیا نړیوال او افغانان ګوری چی اوربند او سوله په افغانستان کی څومره په شدت او تلوار سره سرته رسیږی په هغه شکل چی افغان ولس او افغان دولت یی غواړی لدی معلومیږی او د کرزی خبری هم په حقیقت بدلیږی چی د سولی کیلی او واک د پاکستان او امریکا په لاس کی ده

    که نور ځوانان او یا عالمان منډی وکړی د همدی آی ایس آی د طرف دارانو له لوری په ډول ډول ټاپو باندی بدنام او ترور او بندیان به شی لکه څنګه یی چی هلمند د سولی کاروان ځوانان څو ځلی بندیان کړل او بیرته یی خوشی کړل

    کچیری دادی سولی کاروان کسان د امریکا لپاره کار کوی نو ولی یی بیرته را خوشی کوی نو ودی وژنی کچیری د ولس لپاره خپل غږ پورته کوی نو دوی یی ولی په وړاندی خنډونه جوړوی؟

    معلومه خبره ده چی دا هرڅه د پاکستان د استخباراتو په اشاره او مشوره دا کار کوی ځکه همدا طالبان د اوربند مشوری لپاره هم پاکستان ته لاړل بیا وایی چی زموږ مشران په پاکستان کی نشته چی پاکستان کی نشته تاسی له چا سره مشوره کوله؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *