تاند، دوشنبه، د جدي ۹ مه: په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وايي، له طالبانو سره خبرو اترو لپاره جامع او له ټولو اقشارو څخه استازیتوب کوونکی پلاوی جوړ شوی دی.
وحید عمر په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي، که څه هم د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی کوچنی دی خو د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب به پکې وي.
هیره دې نه وي چې یو شمیر سیاستوال په دې وروستیو کې پر حکومت نیوکه کوي چې د سولې پروسې انحصار کولو هڅې کوي او له همدې کبله د مذاکره کوونکو لیست نه خپروي.
ښاغلي وحید عمر په دې اړه هم ویلي چې حکومت د سولې پلوی او لیست یې نه پټوي بلکې په وینا یې د افغانستان حکومت د سولې خبرو ته خپل پلاوی له هغې وروسته استوي او لیست یې شریکوي چې د امریکا او طالبانو هوکړه لاسلیک او دا ډله اوربند ته چمتو شي.
نوموړي د طالبانو د اوربند د اوازې په اړه ویلي، کابل په دې هکله نظر نه لري، خو اوربند یې د مذاکراتو لپاره شرط دی.