تاند- د هند پولیس وايي چې د دغه هیواد په پلازمېنه نوي دیلي کې پر یوې افغانې کم عمره نجلۍ په خپل کور کې جنسي تېری شوی دی.
د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، دا پېښه د پنجشنبې په ماښام شوې ده.
ده وویل: پر دې دوه نیم کلنې افغان ماشومې د ماښام په شپږ بجې په خپل کور کې جنسي زیاتی شوی دی. ماشومه روغتون ته وړل شوې او ویل کېږي چې له مرګه ژغورل شوې ده.
د دغه پولیس چارواکي په وینا د مجرم د نیولو لپاره هڅې پیل شوي دي.
تېر کال په هند کې د طب پر یوې درویشت کلنې محصلې ډله ییز جنسي تېري په هندوستان کې په پراخه پیمانه غوسه وپاروله او حکومت مجبوره شو چې د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکو ته په قوانینو کې سزاوې سختې کړي.
د هند حکومت باید د ددي پيښي پلټنه وکړي او مجرم ته سخته سزا ورکړي ځکه داسي پیښي کیداي سي نوري هم زیاتي سي او د دي پیښو
په مقابل کي به د هره طرفه عکس العمل ډير شدید وي
سردارمحمد(مهربان) د ترکيي د انقري د ښار په میټو پوهنتون کي د انجنیري پوهنځی زده کوونکی
ya allah da khabrona ma waye
نظر:
خبر دردونکی و، خو نیمګړی. دلته یوه ډيره مهمه پوښتنه بې ځوابه پاتې شوې او هغه دا چې تیري کوونکي څوک و؟ هندیان و که د نجلۍ کوم خپلوان؟ د دې پر ځای چې دوه ځله یوه خبره وشي ( خپل کور کې پرې جنسي تیری شوی) باید پورته پوښتنه ځواب شوې وای. د خبر په حواله مجرم پیژندل شوی، ځکه د نیولو هڅې یې روانې دي. خو رسوا شوی نه دی، حتی دومره نه دي ویل شوي چې څوک و؟
دا خبر ژباړل شوی دی، که اصلي خبر کې د تیري کوونکي په اړه څه معلومات نه و، نو باید نورې مراجع پلټل شوې وای. یا لږ تر لږه دومره ویل شوي وای چې د تیري کوونکیو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
یادښت: دا زما شخصي نظر دی، خوا بدي نشئ
Da hind hokomat bayyad che mujrimin zar tar zara qanon ta rakash aw sakhta zaza warkri tso beyya dasi kakr , dasi wahshi kar wanakri, ka har tsok wi…..aw da afghanistan hokomat bayyad che kphal nazar ham wrande kri…