تاند، دوشنبه، د جدي ۹مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په بدخشان کې د شاتو تولید ۲۸۳ ټنو ته رسیدلی چې ۶۰ فیصده زیاتوالی په کې راغلی.

د کرنې وزارت مسوولان تاند ته وایي، تېر کال په بدخشان کې د شاتو تولید له ۷۷ ټنو څخه اوښتی و خو سږ کال دا کچ ۲۸۳ ټنو ته رسېدلی دی.

د بدخشان د کرنې رئیس معین الدین عیني وایي، دا مهال په ټول بدخشان کې ۹۳۰ د مچیو د روزنې لویې او واړه فارمونه دي او خلکو ته هم ښه پوهاوی ورکړل شوی ځکه د شاتو تولید زیات شوی دی: (( د بدخشان خالص شات اکثره د بهارک، کشم، جرم ، شهدا، وردوج ، یاوان او تګاب ولسوالیو کې تولیدیږي چې د هیواد بازارونو کې له ۴۵۰ څخه تر ۱۲۰۰ افغانیو پورې یې یو کېلوګرام پلورل کیږي. ))

د یادونې ده چې په بدخشان کې د شاتو د مچیو کاروبار د شاوخوا ولایتونو په پرتله زیات دی او هر کال ترې د پام وړ اندازه شات صادریږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *