تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: له سهېل شاهین وروسته د طالبانو بل ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اوربند اوازې رد کړې، خو نوموړی وايي، د جګړې او تاوتریخوالي په راکمولو یې د مشرانو تر منځ سلا مشورې روانې دي.

تر دې وړاندې اسوشییټد پریس اژانس خبر ورکړی و چې طالبان د یوې اوونۍ یا لسو ورځو اوربند ته رضا شوي دي، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند سمدواره دا اوازې رد کړې او وس ذبیح الله مجاهد هم تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، مشران یې د اوربند په اړه کوم تصمیم نه لري.

نوموړی وايي، اوسمهال یوازې د جګړې او عملیاتو په راکمولو باندې سلا مشورې روانې دي: (( حقیقت دا دی چې د اوربند پرېکړه نه ده شوې، امریکایانو د بریدونو او جګړې د کمولو غوښتنه کړې وه چې د مشرانو تر منځ مو خبرې پرې روانې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي طالبانو د سولې په خبرو کې له امریکا سره د خپلو ۵ زره بندیانو د ورخوشې کولو په اړه هم لیست شریک کړی دی.

5 thoughts on “ذبیح الله مجاهد: اوربند نشته، په تاوتریخوالي کمولو بحثونه روان دي”
  1. پدر مو لعنت له اوربند سره مو. اوربند مه کوئ، تول به مردار شئ. د تاسو د مور میره اجازه نه درکوی. اوس په میلمستیاگانو بلد شوی اوربند به ولی کوی. فامیلونه مو له پنجابیانو سره او تاسی د اسلام ناری سوری وهی حرمونو له اوربند سره مو …….پاکستانی دلالانو. وشرمیزی

  2. سپي خپلوکې سره شیبه ونښیلي، بیا هریو خپله مخه لاړ شي، خو دا پلید مال له سپیو هم بدتر دی، نیمه پیړۍ خلک داړي

  3. د هغوی چې ښځې او پېغلې لورانې له پنجابسپیو سره پرتې وي ، اوربند څنګه کولای شي ؟

  4. هغه متل دی چه اختر پټ میړه نه دی چه تیرشی ، اوس به معلومه شی چه ایا طالبان مستقل دی او ایا رښتیا هم دوی د افغانستان د ملت په خاطر جنګ کوی اوکه او که د بل چا ګوډاګیان دی او د بل خارجی دولت په فرمان چلیژی ؟ اوس به معلومه شی چه طالبان کولای شی د خپل ملت د وینی تویولو نه نور لاس واخلی او دغسی غټه ملی شرعی فیصله مستقلانه وکړای شی ؟ که چیری دا فیصله بی د خارجی بادارانو د اجازی نه نشی کولای نو دا واقعیت په ډاګه ثابت کیژی چه طالب تروریستی ډله مستقله نه وه ، نه ده ، هسی د اسلام او اشغال په نامه د افغانستان ملت نه شی غولیدلای . د افغانستان د اسلامی جمهوریت رهبری چه په افغانستان کی صلحی او پرمختګ ته ژمن دی د مخکی نه یی دایمی اوربند ته چه یو شرعی فیصله ده چمتووالی اعلان کړی ! اوپر طالبانوژغ کوی چه دا ګز دا میدان آیا تاسی هم داسی شرعی فیصله مستقلانه کولای شی که نه ؟

  5. رپوټونه کاږي چې د سولي د بین الافغاني مذاکراتو دمخه د یوه موقته ډزبندي موضوع طالبان په ډلو ویشلي دي.

    دا هغه مسله ده چې قطر میشته طالبانو یې په اړه له میاشتو راهیسي اندیښنه درلوده.

    روانه اونۍ وال ستریت ژورنال ورځپاڼي رپوټ ورکړل چې ګواکي طالبانو یوه لنډمهالي ډزبندي ته سلا شوي او ټاکل شوي چې ډزبندي به ژر تر ژره نافظ شي.

    د اسوشییت پرس رسنۍ بیا راپور ورکړ چې دغه ډزبندی د امریکې او طالبانو د سیاسي مشرانو تر منځ په قطر کې د خبرو په پایله کې رامنځ ته کیدونکی دی.

    د طالبانو په رهبري شورا کې دننه سرچیني منلي چې طالبانو د خپلو هغو ۵۰۰۰ تنه بندیانو د خلاصون نوم لړ خلیلزاد ته سپارلۍ چې له افغان دولت سره د ملک په بیلا بیلو بندخونو کې پراته دي.

    طالبانو غوښتنه کړي چې په لومړي سر کې د دوي مقتدر مشران او هغه بهرني خواخوږي له زندانونو خوشي شي چې دوي ته ډير وفادار او د جګړې په لیکو اغیز لرونکي دي.

    سرچیني وایي چې د طالبانو سیاسي دفتر غواړي د دغو بندیانو د خلاصون څخه په ګټه اخیستني د جګړې د کرښي هغه یاغي او نافرمانه طالب جنګیالي مهار کړي چې اوس مهال د احتمالي ډزبندي په اړه ناراضه دي.

    په موجود ۵۰۰۰ کسیز نوم لړ کې ډیری هغه یي د طالبانو قوماندانان، والیان، استخباراتي مسولین، ایډیالوژیکي ښونکي او هغه ځانمرګي برید کونکي او لوژستیکي مهرې دي چې ډيری هغه یې د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.

    د طالبانو باوري سرچینو چې په لویه پکتیا او هلمند کې میشت دي د خپلو نومونو د پټ ساتلو په شرط خبریال ډاټ کام ته وویل چې د حقاني شبکې دوبۍ میشته مشران په سویل او سویل ختیځ کې د طالبانو د جګړیزو لیکو له قوماندانانو سره په اړیکه کې شوي او هغوي ته یي ویلي چې اوربند و نه مني.

    د هلمند او کندهار طالبانو په دې باب هوکړه کړي او ویلي یي دي چې دوي په قطر کې د سیاسي دفتر د کسانو پریکړه نه مني او کله به هم اوربند ته غاړه کینږدي.

    خو د لوي پکتیا طالبانو تر اوسه په دې اړه ورستي فیصله نه ده کړي.

    دغه خبر قطر کې د طالبانو سیاسي شورا ته هم رسیدلي او هغوي پرې شدیده اندیښنه ښولي او هڅه کوي چې خپل د منځنۍ کچي قوماندانان اوربند ته متقاعد کړي که نه نو د افغان دولت هغه ادعا به ریښتیني ثابته شي چې ګواکي د قطر طالب قوماندانان په خپلو جنګي قوماندانانو واک نه لري.

    په دغه لړ کې ملا برادر او ستانکزي پټه غونډه لرلي او برادر د جنګي قوماندانانو او حقاني شبکې په اړیکو شدیده اندیښنه ښولي خو ستانکزي ډاډ ورکړی چې دی به د پاکستان د چینل له لاري دغه طالبان له سرغړونو په شا کړي.

    ستانکزي اندیښنه ښولي چې که چیرته دوي اوربند اعلام کړي او طالبان یي و نه مني نو دا به له سیاسي اړخه د قطر دفتر هڅي په خاورو لاهو کړي او دوي به خپل اعتبار د امریکې پر وړاندي په بشپړه توګه له لاسه ورکړي.

    ویل کیږي زلمي خلیل زاد څو ځله قطر کې له طالب مشرانو دا ظمانت غوښتی چې د اوربند په صورت کې دی نه غواړي چې په یوه سیمه کې هم د ډزو غږونه واوري.

    په همدې حال کې کې د طالبانو د پخواني دولت د المپیک کمټي ریس عبدالحي مطمین هیله ښولي چې خلیلزاد به ژر له امریکې قطر ته ستون شي او یوه هوکړه به په داسي حال کې رامنځ ته شي چې موقت ډزبندی به یي هم برخه وي.

    سیاسي تحلیل ګر سمیع یوسفزی چې د قطر مسایل له نږدې څاري ویلي چې د طالبانو او امریکایانو خبري د اوس لپاره رواني دي او طالبان په مشورو بوخت دي.

    سمیع یوسفزي وویل:

    ((سره له دې چې تر اوسه د ډزبندي په باب امریکایانو ته څه نه دي ویل شوی خو د طالبانو مشوري پاتي دي، د دې مانا دا چې طالبانو او امریکا بیرته د خبرو میز باندي حاضریږي)).

    افغان حکومت ویلي چې دوي له ډزبندي پرته هیڅ راز خبرو ته نه حاضریږي او نه به هم یو طالب بندي تر هغه له خپله زندانه خوشی کړی تر څو چې یې د یوه چوکاټ په دننه کې د نړیوالو مذاکرو اصولو ته غاړه نه وي ایښي.

    د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته نن وویل چې خلیلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې د طالبانو د بندیانو د آزادولو پر سره له ډاکټر غني سره خبري وکړي لیکن د کابل ځواب دا وو چې له اوربند پرته د سولي په باب خبري ستونزمن کار دی او طالبان باید دا ثابته کړي چې دوي په خپلو جګړیزو قوماندانانو کنټرول لري او د ډزبندي توان هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *