الیس ویلز

تاند، سه شنبه، د جدي ۱۰مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز افغان فري فایټر لوبغاړي حسین بخش صفري ته د خپل روسي سیال پر وړاندې د بریا مبارکي ویلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا د برخې مرستیاله پر خپل ټویټر لیکي، د دغه ځوان لوبغاړي لوبې د افغان ځوان نسل د پیاوړتیا استازیتوب کوي.

نوموړې ویلي، امریکا د هغې ورځې په تمه ده چې د افغانستان ټولې سیالۍ په رینګ کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې حسین بخش صفري درې ورځې وړاندې په روسیه کې خپل روسي سیال پیټربرګ ته د فري فایټ په یوه سیالۍ کې ماتې ورکړه.

حسین بخش صفري تر دې وړاندې د فري فایټ په ۵ لوبو کې ۴ ګټلې وې، او پیټربرګ په ۷ لوبو کې ۲ بایللې و.
حسین بخش صفري نن کابل ته راورسېد چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه یې هرکلي ته ورغلې وه.

One thought on “الیس ویلز: د حسین بخش صفري لوبې د افغان ځوان نسل پیاوړتیا ښکاره کړه”
  1. د دغه پلیدې نجسې ناولې شیطانې ټویټ ترشا خو څه شته، عادي راته نه ښکاري. نشته کوم ورزشګر سیاستګر تحلیلګر چې له کونې یې پرده لږ راپورته کي؟

ځواب دلته پرېږدئ