په یو شمېر ولایتونو کې د افغانیو د ترویج کمپاین په پراختیا سره نه یوازې د کلدارې بیې راغورځېدلې دي، بلکې امریکايي ډالرو هم د افغانیو په مقابل کې خپل ثبات له لاسه ورکړی دی.
د کابل د شهزاده سرای د بیو له مخې کلدارې او ډالر دواړه د افغانیو په مقابل کې په رالوېدو دي.
نن په شهزاده سرای کې ډالر د تېرې اوونۍ په پرتله یوه افغانۍ رالویدلي وو او زر پاکستانۍ هم نږدې شل افغانۍ رالوېدلې وې.
نن یو ډالر ۷۷ اعشاریه ۲۰ افغانۍ و، یو یورو بیا ۸۵ اعشاریه ۷۰ افغانۍ و، انګلیسي پونډ سل افغانۍ و، سعودي ریال بیا یو په ۲۰ اعشاریه ۴۰ افغانۍ، اماراتي درهم هم په ۲۰ اعشاریه ۹۰ افغانۍ و.
همدا راز زر هندي کلدارې په ۱۰۷۰ افغانۍ وې، زر ایراني تومنه په ۶ افغانیو او زر پاکستاني کلدارې په ۴۷۲ افغانیو بدلېدلې.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان بانک وايي، په بازار کې د افغانیو د زیات چلښت له کبله یې دا اوونۍ ډالر هم په بازارونو کې لیلام نه کړل، بلکې د دغه بانک سرپرست واحد نوشېر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې خلکو له کوره ډالر بانک ته راوړي دي تر څو افغانۍ پرې ترلاسه کړي.
ډیر په زړه پوری ترټولو ښه خبر، ځمونږ ملی ګټه ځمونږ په خپل لاس کی ده.
د ښاغلی اشرف غنی دا دوره د زورواکو او لنډغرانو پوره ختمول دی.
د باعزته سولی راوستل دی.
په قانونی زور سره ناقانونه شخصی ګټه په ملی ګټه بدلول دی.
تیره ورځ ګلبدین حکمتیار په یوه اعلامیی کی د افغانی د ترویج به اړه غبرګون ښودلی وو او ویلی وو چی افغانی جعلی بانکنوټونه دی باید دلته ټوله راکړه ورکړه په کلدارو ، ډالرو تومنو او نورو خارجو اسعارو سرته ورسیږی او همدارنګه یی ویلی چی په خپل بانک حسابونو کی ډالر او کالداری سپما کړی
ما ویل اوس ښه شو کچیری افغان ولس غیرت لری باید ددی شخص پر ضد ددی کلدارو سره نور په ټول هیواد کی پریکون اعلان کړو چی د دا ډول مغرضو کړیو زړه چاود شی
کارغه پاڅي په زمرو حکمراني کا
هی افسوس دی زمانی په دی ستم شه
ملنګجان
څوک چه شرم نلری نو همیشه به په تکرار د خپل ملت د ملی منافعو ضد دریځ نیسی ، ځکه ده ته خپل شخصی منافع مهم دی اوهغه اجوره او نوازش ورته مهم دی چه د د افغانستان د عظیم ملت د تاریخی دښمن نه یی تر لاسه کوی