تاند، سه شنبه، د جدي ۱۱مه: د سولې د عالي شورا یو مهم غړی حاجي دین محمد وايي ، ولسمشر اشرف غني د دې شورا د لغوه کولو پریکړه کړې ده. نوموړی وایي، پریکړه وروسته له هغې وشوه چې ولسي جرګې د سولې لپاره د دولت وزارت د رامینځته کولو پلان تصویب کړ.

حاجي دین محمد د سه شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې به د سولې وزارت د سولې په پروسه کې هیڅ لاسته راوړنه ونه لري: “ولسمشر زما له استعفا وروسته د سولې عالي شورا لغوه کولو په فکر کې دی.”

ښاغلي ډین محمد دا هم وویل چې د سولې خبرې یوې جدي مرحلې ته رسیدلي دي او حکومت باور لري چې دا خبرې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې تنظیم شي.

هغه زیاته کړه که چیرې د سولې وزارت روانه کشاله حل نه کړای شوه، نو د لارې په اوږدو کې به نورې ستونزې هم راوټوکیږي

اشرف غني شاوخوا یوه میاشت وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره د سولې وزارت رامینځته کړ او خپل پخوانی رییس دفتر سلام رحیمي یې مشر ور وټاکه.

4 thoughts on “ولسمشر د سولې شورا د لغوه کولو په فکر کې دی”
  1. بس دی همدومره معاشونه او امتیازات مو چه د صلحی د شورای په نامه تر لاسه کړل خو کومه لاسته راوړنه مو نه درلوده ، نور نو ولسمشر پریږدی چه ددی کار د پاره بل بدیل انتخاب کړی ، دا څه کلتور دی چه د ولسمشر چه تاسو د اعتماد رایه ورکړی په هر تصمیم کی یی غواړی ځان دخیل کړی ، تاسو هرکله چه شخصی ګټی مو خوندی وی د ولسمشر په صفت نه مړیږی او کله چه مادی امتیاز د لاسه ورکوی بیا نو غیبتونو او اتهامونو ته ملا کلکه وتړی ، په افغانستان کی ډیر وړ کسان شته ، قحط رجال ن شته ، ښه خبره ده چه د مختلفو استعدادونو نه د چارو په پرمختګ کی استفاده وشی .

  2. بابا چی هره پریکړه کوی د وطن په خیر یی کوی تاسو کومه مضبته نتیجه نه ده ورکړی مفت معاش اخلی
    او بل یی خه مثال ورته د راکټیار صیب ورکوو چی ښه پایله نه ده ورکړی

  3. د سولې عالي شورا ته یوه لنډه کتنه

    د سولې عالي شورا په 1389 کال کې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په فرمان سره جوړه شوه چې مرحوم استاد برهان الدین ربانی یې لومړنی مشر وټاکل شو او یو شمېر جهادي مشران ، قومي متنفذین او یوشمېر پخواني طالبانو د رهبري په شورا کې شامل شول. همدارنګه 8 مېرمنې هم د سولې د شورا په ترکیب کې غړیتوب درلود.
    استاد ربانی د شورا له تاسیس نه یوکال وروسته د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه مشر زوي صلاح الدین رباني د شورا د رئيس په توګه وګومارل شو.
    د ملي وحدت په جوړېدو سره صلاح الدین رباني د باندینیو چارو د وزیر په توګه او معصوم ستانیکزی د ملي امنیت د لوی رئيس په حیث په کار پيل وکړ چې پدې موده کې د سولې عالي شورا بې سرپرسته پاته شوه .
    په 1394 کال کې ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني ، ښاغلي پیر سید احمد ګیلاني یو بل جهادي مشر د دې شورا د رئیس په حیث وټاکه چې په 1395 کې د هغه له وفاته وروسته د حزب وحدت اسلامی یو مشر د دغې شورا د مشر په توګه دنده اجرا کوي.
    باید وویل شي چې د سولې د عالي شورا تر جوړېدو مخکې یوه بله اداره د « سولې د ټېنګېدو دفتر » د مرحوم صبغت الله مجددي په مشرۍ وجود درلود چې غوښتل یې ناراضي مسلح مخالفین د سولې بهیر سره یوځای کړي.

    د سولې عالي شورا 9 کلنه دوره
    دغه شورا پدې نهه کلنه موده کې معمولا په حاشیه کې واقع وه او دومره اهمیت ندی ورکړل شوی. د سولې په هکله مذاکرات که په دننه افغانستان کې وو او یا له هېواده د باندې ، اکثرا د دې شورا له خوا پرمخ ندي وړل شوي. مذاکره کوونکو ته د دولت له خوا زیات اهمیت ورکړل شوی. حتی د مسکو په خبرو کې هم طالبان حاضر نه شول چې د سولې شورا د هیئت له مشر کریم خلیلي او غړو سره وګوري. له بلې خوا د ددې شورا هڅې د مخالفو مسلحو کسانو د جلب او جذب لپاره له ناکامۍ سره مخامخ شویدي.
    له بلې خوا باید وویل شي چې کوم کسان او یا وړې مسلح مخالفې ډلې د دې شورا په هڅو له دولت سره یوځای شوي وو ، د سولې شورا د امتیازاتو تر لاسه کولو نه وروسته له یو څه مودې بېرته د افغانستان له دولته سره په جنګ بوخت شول .
    د دې شورا د تشکیل او ناکامي اصلي نقص د هغې غیر متجانس ترکیب دی . په شورا کې د جهادي رهبرانو اوقوماندانانو ، محلي بانفوذه شخصیتونو ، د طالبانو پخواني قوماندانان او یو شمېر مدني فعالان او ښځو استازي پکې شامل دي.
    دغه کسان د ایدیولوژي او نړۍ لید له مخې له یوبل سره اختلاف او توپیر لري چې اکثره یې له یو بل سره جګړې کړیدي. بنا د دوی ډېر تصمیمونو هېڅکله عمومي اجماع نه درلودله . د رسنیو له خبرو داسې مالومیږي چې دې بنسټ هېڅکله د رښتینې سولې اراده نه لرله . د دې شورا غړي زیاتره د ملي او ټولنیزو ګټو پرځای په شخصي ګټو پسې هڅې کوي. د پورته دلایلو په نتیجه کې ویلی شو چې د سولې شورا په موجودیت او یا نه موجودیت سره سولې ته کومه ګټه او فایده نه رسیږي.
    د جلالتمآب ولسمشر په فرمان سره د سولې د وزارت په جوړېدو سره چې د ملي شورا له خوا منظور هم شوه ، د سولې د عالي شورا د موجودیت اهمیت نور هم تر پوښتنې لاندې راغی . د یوڅو محدودو جهادي مشرانو او قوماندانانو له فوق العاده امتیازاتو نه پرته ، اساسا د دې شورا شته والي ته هېڅ ضرورت نه احساسیږي.
    د سولې عالي شورا د طالبانو د دوهم نمبر واکمن شخص ملابرادر د آزادولو لپاره چې په 2010 کال کې د پاکستان د استخباراتو له خوا ونیول شو ډېرې هلې ځلې وکړې خو کومه نتیجه یې ورنکړه .

  4. ډیر ښه اقدام دی ددی شورا د کار هیڅ نتیجه نشته او مصارف یی اسمان ته رسیدلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *