تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ سازمان اوچا وايي، د ۲۰۲۰ کال د پلان له مخې ۷۳۳میلیونه ډالر مرستې ته اړتیا لري تر څو په کې له څلور لسیزې جګړې او طبیعې پېښو څخه د افغانستان له ۹ میلیونه او ۴ سوه زره متاثرو او اړمنو له جملې ۷ میلیونه او سل زره کسانو سره عاجلې بشري مرستې وشي.
د راپور له مخې یوازې ۴ میلیونه کسان یې د جګړو له کبله په کور دننه بې ځایه شوي دي چې مرستې ورته نه دي رسېدلي، خو پاتې نور یې بیا طبیعي افتونو ځپلي، مېرمنې، عمر خوړلي خلک او له دماغي روغتیا څخه خلاص خلک دي چې شدیدو مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۰ کال لا هم په افغانستان کې د جګړې کال اټکل شوی دی خو داسې هیلې هم ورسره شته چې د سولې د تړون په لاسلیکېدو به ژوند بېرته نورمال حالت ته یو څه ور وګرځي او تاوتریخوالی به کم شي.
محترمه دغه خبر دی دوی ستونزی لری: ۱. د خبر په سر کی دی د حنیف اتمر عکس ورکړی او ۲. خبر دی داسی ویلی چه اوچا په ۲۰۱۰ کال کی د افغانستان لپاره ….. حال دا چه د ۲۰۱۰ کال پوره لس کاله تیر شوی او ۲۰۲۰ نوی شوی
عنوان کي :۲۰۱۰ دا به ۲۰۲۰ وي .