تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۴۲ روغتیايي مرکزونو کې د خدماتو په اړه له څېړنې وروسته ویلي چې یوازې ۱۴ سلنه روغتیايي مراکز یې معیاري خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ماموسۍ زېور وايي، په دغو ۷ ولایتونو کې له ۱۰۰۰ تنو سره خبرې شوې دي یې ۸۶ سلنه روغتیايي مراکز له ستونزو سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي دغه څیړنه په تیر یوه کال کې او د امریکا د پراختیايي ادارې په همکارۍ شوې ده.

په داسې حال کې چې د روان کال په پیل کې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب نړیوال طبي کنفرانس کې د افغانستان د روغتیا وزیر ته د غوره خدماتو جایزه ورکړل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *