تاند، چهارشنبه، د جدي ۱۱مه: جد ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په لومړۍ ورځ به ټوله نړۍ کې ۳۹۲۰۷۸ ماشومان په ټوله نړۍ کې وزېږېږي.

د دې سازمان مشره هنریته فور وايي، د نوي کال په پیلېدو لومړني ماشوم په فیجي ټاپوګانو کې زېږېدلی او وروستی ماشوم به په امریکا کې د نن ورځې تر پایه نړۍ ته سترګې وغړوي: (( زیات ماشومان به د کال په لومړۍ ورځ اتو هېوادونو کې وزېږي چې هند کې به یې شمېر ۶۷۳۸۵ وي، ورپسې هېواد به چین ۴۶۲۹۹ کې او په دریم نمبر به نایجریا کې ۲۶۰۳۹ ماشومان نړۍ ته راشي.))

یونیسف وايي، په المان کې به د نن ورځې تر پایه ۲۰۴۹ ماشومان پیدا شي او په افغانستان کې به ۳۳۸۷ ماشومان نن وزېږي، خو زیاتوي چې میلیونه ماشومان لا هم د زیږون په لومړۍ ورځ په بد وضعیت کې قرار لري.

د یونیسف د ویاندې هنريته فور په وینا په تېر ۲۰۱۸ کال کې ۲ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان د زیږون په لومړۍ میاشت کې مړه شوي وو.

One thought on “د کال لومړۍ ورځ: افغانستان کې به نن ۳۳۸۷ او ټوله نړۍ کې به ۳۹۲ ماشومان نړۍ ته راشي”
  1. nike mubarak dee wee tolow afghan moor&plaar &khpelwanoo tah.

    this is great good news if we lost more peoples in war allah give to us other gifts for that.
    i hope grow safe &healthy,
    thank you

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *