د جلال اباد د تروریستي حملې اصلي تنظیموونکي ونیول شول

تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه:افغان ځواکونو په زابل او کندهار ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، د کندهار پولیسو ۷ تنه وسله وال نیولي چې غلچکي بریدګر او جنګي طالبان هم په کې شامل دي.

په همدې حال کې د کندهار ملي امنیت ریاست هم وايي چې د وسله والو یوه لس کسیزه ډله یې نیولې چې ګڼو ترهګریزو پېښو کې یې لاس درلود.

بلخوا د اتل ۲۰۵ قول اردو ویاند جګړن یحیی علوي وايي، تېره شپه د زابل، شینکۍ ولسوالۍ په عمرزیوکې د عملیاتو پر مهال د سرتېر لخوا ۷ تنه وسله وال ژوندي نیول شوي او ۲ تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا نیول شویو کسانو په خپلو ترهګریزو فعالیتونو ورته اعتراف کړی دی خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *