تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د سولې ولسي خوځښت پر ایران غږ کړی چې نیمروز ولایت کې دې پر ناټاکل شوې پوله دې د افغانستان خاوره کې مداخله نه کوي.
د سولې ولسي خوځښت چې دا مهال په نیمروز کې دی، پر ایران یې غږ کړی چې افغان وژنه دې بس کړي او د افغانستان په چارو کې دې له مداخلې لاس واخلي.
د حرکت غړو او اوسېدونکو په نیمروز کې د یو لاریون په ترڅ کې وویل، د امریکا، افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خونړیو جګړو تر څنګ ایران هم افغانان وژني.
په دغه لاریون کي یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو د وینو نه تویولو او اوربند کولو غوښتنه وشوه.
همدا راز پر ولس غږ وشو چي نور باید د هیڅ ډلي، طرف او هیواد پر ظلمونو او تېریو سترګي پټي نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې ولسي حرکت همدغه غړي چې اوس نیمروز ته تللي دي، څو ورځې وړاندې له هرات څخه د فراه پر لاره وو چې طالبانو د څو ورځو لپاره له ځان سره برمته وساتل.