تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: د امریکا دفاع وزارت او آرمي ټایمز راپور ورکړی چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ۱۷ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

راپور وايي، دا له ۲۰۱۵ کال راوروسته د سرتېرو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یو کال کې امریکايي ځواکونو ته پېښېږي.

په دغو ۱۷ وژل شویو امریکايي سرتېرو کې یې ۱۴ د ځمکني پوځ برخه او ۳ نور یې د سمندري ځواکونو غړي وو، چې ۸ تنه یې ګرین بیرېټ، یو یې رنجر او ۳ تنه پاراجنګیالي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۸ کال کې بیا د امریکا ۱۳ سرتېري او په ۲۰۱۷ کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي وو، خو په ۲۰۱۶ کې ۹ او په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا لس تنه سرتېري په افغان جګړه کې وژل شوي وو.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر په اړه ویل کېږي چې نوموړی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۲ زرو تنو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راښکته کوي خوصلاحیتونه به یې ورزیات کړي.

One thought on “تېر کال په افغانستان کې د امریکا ۱۷ سرتېري وژل شوي دي”
  1. د تاند دغه ارقام شاهد دي چې دغه کرغیړن جنګ د اشغالګرو ضد نه دی، او دغه جنګ پردیو هم پرموږ ندی تحمیل کړی او نه مو پردي ترخپل منځ جنګوي. سړی کولی شي سپي چرګان او…سره وجنګوي، انسانان نه شي جنګولی. نتیجه دا چې دغه منحوس جنګ تربل هرڅه زموږ خپل سپیتوب دی نورعوامل فرعي وکمکي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *