تاند، جمعه د جدي ۱۳مه: د پاکستان سفارت وايي، د ملي امنیت لخوا نیول شوی پاکستانی متخصص سعیدالله یې د افغانستان له باندنیو چارو وزارت سره د خبرې له شریکولو وروسته بیرته راخوشې کړی دی.

تېره ورځ د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې په دوه میاشتو کې یې دریم پاکستانی وګړی په کابل کې له یوې څلور لارې څخه د ملي امنیت لخوا تښتول شوی دی.

د کابل پولیسو تېره ورځ د سعید الله له نیول کېدو انکار کړی و او ویلي یې وو چې نوموړی د ملي امنیت ځواکونو وړی دی، دوی یې په اړه عریضه نه شي اخیستلی.

د پاکستان سفارت وايي، دغه موضوع یې وروسته د افغانستان د باندنیو چارو له وزارت سره شریکه کړه چې د سعید الله په نوم کس یې روغ و جوړ راخوشې شوی دی.

پاکستانیان اکثره په افغانستان کې د جاسوسۍ په تورونو نیول کېږي، هغه ټکی چې پاکستاني جنرالانو هم په خپلو کتابونو کې منلی او ویلي یې دي چې هیواد یې افغانستان ته د عامو خلکو په جامه کې زیات جاسوسان استوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *