تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د کورنیو چارو وزارت په تېر ۲۰۱۹ کال کې د ۲۲۱۹ ملکیانو د وژل کېدو او ۵۱۷۲ نورو ملکیانو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د دغو تلفاتو پړه پر طالبانو ور اچولې او ویلي یې دي چې طالب ترهګرو تېر کال په ځانمرګو، سړک غاړې چاودنو او چریکي بریدونو کې ۷۳۹۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د طالبانو لخوا د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت بللی دی.

بلخوا طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو هم د زیاتو ملکیانو د مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو ورا چولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *