تاند، شنبه، د جدي ۱۳مه: د ایران د سپاه قدس د قومندان قاسم سلیماني تر وژنې وروسته امریکا منځني ختیځ ته د خپلو ځانګړو ځواکونو ۳ زره یا ۳ نیم زره سرتېري استوي.
امریکايي پوځي چارواکو که څه هم ویلي دي چې دا پوځیان د قاسم سلیماني د وژنې په ځواب کې نه استوي خو داسې ښکاري چې په منځني ختیځ کې امریکا د ځان پر وړاندې ډېرېدونکي ګواښونه درک کړي دي.
امریکايي جنرالانو ویلي، چې دا سرتېري به شپېته ورځې په منځني ختیځ کې له خپلو ۶۵۰ ملګرو سره چې له پخوا راهیسې هلته دېره دي، دنده ترسره کړي.
د امریکا او ایران تر منځ د تېر کال له مارچ میاشتې راهیسې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.