تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، یو کس یې د سایبري جرمونو د ترسره کولو په تور نیولی دی چې خلک به یې د انټرنیټ له لارې ګواښل او پیسې به یې ترې اخیستې.

 د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وویل، مرتضی د ۱۳مې ناحیې اوسېدونکی او له یوې مودې راهیسې یې په انټرنیټ خلک بلیک میل کول او باج به یې ترې ټولاوه.

د فرامرز په وینا تېره شپه پولیسو په تورن مرتضی پسې په ۱۸مه ناحیه کې عملیات کي او نیولی یې دی.

 نوموړي وویل، له نیول شوي کس څخه تحقیقات روان دي .

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د انټرنیټي شبکو فیسبوک، انسټاګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې خلک نجونې ځوروي او د مینې په نوم فریب ورکوي چې وروسته یې بیا غیر اخلاقي انځورونه او ویډیوګانې د پيسو نه ورکولو له کبله خپروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *