تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: امریکاييهوايي ځواکونو د قاسم سلیماني تر وژنې یوه ورځ وروسته د عراق په التاجي سیمه کې پر شیعه ملیشو بل برید کړی چې لږ تر لږه ۶ کسان په کې وژل شوي دي.
د عراق دولتي تلویزون وايي، برید نن سهار د بغداد په تاجي سیمه کې د حشد الشعبي شیعه ملیشو د موټرو په کاروان شوی دی چې د دغې ډلې د مشرانو دوه موټر يې په نښه کړي دي.
امریکايي سکای نیوز چینل هم د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې په برید کې دغو ملیشو درې قومندانان شبل الزیدي، سید حامد الجزایري او راید الکراوي وژل شوي دي، مګر د حشد الشعبي ډلې بیا د دوی مړینه رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تېره ورځ هم په بغداد کې له قاسم سلیماني سره د حشد الشعبي ډلې د مشر ځای ناستی ابومهدي المهندس وواژه.