تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وايي، ولسمشر ټرمپ د هغو پاکستاني پوځیانو د روزنې د پروګرام بیا پیلولو امر کړی دی چې په ۲۰۱۸ کال کې له ترهګرۍ سره د پاکستان د همکارۍ نه کولو له امله درولی و.

 الیس ویلز په دې اړه خپل تازه ټویټ کې ویلي، د پاکستاني پوځیانو د روزنیز پروګرام بیا پیلېدل په دې معنا نه دي چې ګواکې امریکا پر پاکستان بندې کړې نظامي مرستې بیرته پیلوي، بلکې په هغې اړه بندیز به دوام وکړي.

 امریکا یو کال وشو چې پر پاکستان خپلې نظامي مرستې درولې دي، خو اوس پاکستان هیله من دی چې د ټرمپ او عمران خان له لیدنې وروسته به په دې برخه کې حالات د نرمښت خواته ولاړ شي.

 خو امریکا وايي، پاکستان ته به د نږدې دوه میلیارده ډالري نظامي مرستو ورکړه هغه وخت پیل کړي چې باوري شي دغه هېواد د ترهګرو پر ض عملي اقدامات کړي دي.

3 thoughts on “ټرمپ د پاکستاني پوځیانو د روزنې پروګرام د بیا پیل اجازه ورکړه”
  1. مخکی له ۲۰۰۱ له حملی څخه د امریکا له لوری په پاکستان ډیر فشار وو کله چی امریکا په افغانستان د حمله پلان نیوه نو له پاکستان د اوس په شان هر ډول شیدی پریښودی او هر څه چی پاکستان غوښتل هغه یی ومنل مګر کیدای شی دا ځل پاکستان د ایران په اړه د امریکا خبره ونه منی ځکه ولس او پوځ او عمران خان ویلی وو چی امریکا سره د افغانستان په اړه مرسته کول پاکستان په زیان تمام شول
    نو امکان شته چی امریکا پاکستان خاوره تر یوه حده استعمال کړی کچیری پاکستان یی ونه منی نو اوبو له لاری په ایران حمله وکړی

  2. امریکا دې د ترهګرو ملاتړ پاکستاني جنرالان هم په نښه کړي

    د ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژنې وروسته افغانانو د هغه په وژنه خوښي څرګنده کړې ده، خو په ټولنیزو رسنیو یې له امریکا غوښتي دي چې له دې وروسته دې هغه پاکستاني جنرالان او قومندانان هم په نښه کړي چې د ترهګرو ډلو سره پراخې اړیکي لري او په افغانستان کې افغان وژنې ته دوام ورکړی دی.

    ګڼ شمېر افغانان په دې باوري دي چې امریکا د ایران هغه لوړ رتبه جنرال له مینځه یوړه چې د ترهګریزو ډلو پراخ ملاتړ یې کاوه او په افغانستان کې هم په یو شمېر بریدونو کې لاس درلود، خو اوس وار د دې راغلی دی چې د پاکستان د ( ای ایس ای ) هغه غړي چې د ترهګرو سره لاس لري باید ووژل شي.

    افغانان وایي، پاکستاني جنرالانو په تېره بیا د پاکستان استخباراتي ډلې ( ای ایس ای) په افغانستان کې د ترهګرو پراخ ملاتړ کوي او په افغانستان کې په زرګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړي دي.

    په همدې حال کې د افغانانو پر دې کلک غبرګون ټایمز آف انډیا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د پاکستان یو شمېر لوړ پوړی چارواکي د ترهګریزو ډلو ملاتړي دي چې دوی د کشمیر او افغانستان ترڅنګ د سیمي په نورو هېوادونو کې پرې پراخ بریدونه کوي.

    دغې ورځپاڼې لیکلي دي چې یو شمېر پاکستاني جنرالان په راولپینډۍ کې په ښکاره ډول ترهګریزو ډلو ته هر ډول مهم امکانات برابروي، څو پر افغانستان کې بریدونو ته دوام ورکړي او خپلې موخې ترلاسه کړي.

    ګن شمېر ولسي وګړي وایي، امریکا دې د ایران په شان له پاکستان سره هم دا ډول کړنه تکرار کړي، څو بې ګناه افغانان ونه وژني او د ترهګریزو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، ځکه چې دا د افغانستان سربېره د امریکا او د سیمي هېوادونو لپاره تر ټولو مهمه ده.

    پاکستان هغه هیواد دی چې د افغانستان سره یې تر اوسه ریښتینی چلند نه دی کړی، بلکې د کلونو راهیسې له افغان حکومت سره دار ژمني کړي دي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ به لاس واخلي، خو لا یې هم یادې ژمنې نه دي عملي کړي .

    پاکستان په سیمه کې یو ترهګریز هېواد ثابت شوی دی چې په خپل هېواد کې د لسګونه ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او هم ورته پراخ امکانات برابروي.

    پاکستان نه یوازې په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري، بلکې د هند سره په پوله کشمیر کې هم وخت ناوخت د هندي ځواکونو سره په جګړو بوخت وي.

    د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د ترهګرو ضد نړیوالې ادارې( FATF) هم پاکستان د ترهګرو سره د ملاتړ په تور په خړ لېست کې شامل کړی دی چې ډیر ژر به تور لیست ته هم انتقال شي.

  3. د ټرمپ د بریتانې د لومړي وزیر بوریس جانسون سره د ایران په اړه ږغیدلی او د روانو کړکیچونو په اړه یی ورسره خبری کړي. د ټرمپ په خبره په خپلو کې یو د بل په څنګ کې ولاړ دی او په څنګ کې ټرمپ د یوالي ټنګار کړی دواړه لوریو ویلي د روان جنجالي و ضعیت د کنټرول لپاره په ګډه کار کوي تر دې وړاندي بریتانیا ویلي ول چې روان وضیعت له نیږدي څاري او په سیمه کی یې عراق او افغانستان ته د خپلو اتباعو پر تګ بندیز لګولی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *