تاند، شنبه، د جدي ۱۴مه: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه د طالبانو غوښتنه په هیڅ صورت د منلو نه ده.
ښاغلي دانش نن شنبه د اساي قانون د تصویب په ۱۶مه کلیزه کې وویل، په اساسي قانون د شپاړسو کلونو په تېرېدو سره بیا کتنې ته اړتیا شته خو په وینا یې چې دا دوه برخې لري لومړی باید د قانون د شپاړس کلنۍ عیني او عملي ارزونه وشي او بل پړاو بیا کتنه یې د سولې له هوکړې وروسته ترسره کېدای شي.
خو د نوموړي په خبره د طالبانو دا خبره چې اساسي قانون شرعي نه دی یا یې باید دا قانون لغوه شي یا یې ځینې برخې بدلې شي، د منلو وړ خبره نه ده: (( یو شی کېدای شي چې امنیتي او سیاسي شرایط برابر وي نو د لسمې مادې په اساس په دغه قانون بیا کتنه او په کې تعدیل امکان لري.))
ښاغلی دانش وايي، د طالبانو دا خبره بې اساسه ده چې د اساسي قانون ځینې برخې له اسلام سره په ټکر کې دي: (( په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون په تصویب کې شیعه او سني علماو برخه لرله او تر اوسه هیچا نه دي ویلي چې دا قانون له اسلام سره په ټکر کې دی.))
دانش اساسي قانون د افغانستان ۱۸ کلنه لاسته راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې په هیڅ صورت مؤقت حکومت ته اجازه نه ورکوي، ځکه په وینا یې چې د داسې یوې طرحې له مخې افغانستان بیرته ماضي ته ورګرځي.
سرور دانش ټینګار کړی دی چې جمهوریت او اساسي قانون د افغان دولت او خلکو سره کرښه ده.