تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: طالبانو هم د ایراني چریک جنرال او د سپاه قدس د مشر قاسم سلیماني وژنه شهادت بللې او د خپګان ښودلو تر څنګ یې دا یوه لویه پېښه یاده کړې ده.

په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په دې اړه د ایران جمهور اژانس ته ویلي چې د هغه شهادت (؟) به د افغان سولې په پروسه کوم اثر ونه غورځوي، مګر طالبان پرې خواشیني دي.

شاهین ویلي، سوله ییز حل د طالبانو پالیسي ده او په راتلونکې کې به هم پرې عمل وکړي.

ایرانی جنرال قاسم سلیماني د جمعې په ورځ په عراق کې له خپلو ملیشه ملاتړو قومندانانو سره د امریکا په یو برید کې ووژل شو او پنټاګون هم تایید کړه چې سلیماني یې د ټرمپ په مستقیم امر وژلی دی.

One thought on “طالبان: د سلیماني شهادت (؟) به پر افغان سوله منفي اغېز ونه کړي”
  1. معمولا استخباراتی انډیوالیانی یا غلامی پته ووی خو ځینی حالاتو کی چی بادار وټکول شی نو بیا غلامان او تالی څټی یی باید په ځغرده سره دی خپل بادار حمایه ته راووځی. دغه مردار خنځیر دافغانستان یو لوی دشمن ووه او زموژ په وطن کی ډیر ځیره خوار روزلی چی له هغه جملی نه فاطمیون، طالبان ، محقق، خلیلی، مردارشوی ربانی، مسعود، عطا ، دوستم، خرزی، اتمراو داسی نور دی. چی ټول دغه غلامان راووتل او په قاطع ډول یی ددغه افغان دشمن څیری په مرداریدو یی دغلامی اوښکی توی کړي یوازی نبیل وردګ له غیرت نه کار واخیست او یوه نسبتآ محافظه کارانه او نسبتآ مسلکی او منطقی عکس العمل یی وشوود. هرافغان چی ددغه سړی په مرک خفګان شی هغه دهیواد دشمن او دپردیوغلام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *