تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: افغانستان او تاجکستان له شیرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایانه پورې د اورګاډي د پټلۍ غځولو هوکړه لاسلیک کړه.

په دې مراسمو کې د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ ادارې مشر یما شمس او د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر خدایارزاده تر څنګ په دوشنبې ښار کې د افغانسان سفارت شارژدافیر احمدمیرزاد او نورو دپلوماتانو ګډون کړی و.

د تړون له مخې به د اورګاډي د جلال الدین بلخي کلخوزاباد پټلۍ له شیرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایان سیمې پورې تېرېږي چې سروې، ډیزاین، ساختمان، پر پنج سیند پل تېرولو، شېرخان بندر کې د ریل سټیشن جوړولو او نورو چارو د پرمخ بیولو پروژه کې به یې دواړه هیوادونه برخه اخلي.

په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به د دغې پروژې د پیل لپاره مقدماتي کارونه په پوره چټکتیا مخته وړي تر څو تاجکستان او افغانستان د ریل په پټلۍ ژر تر ژره ونښلول شي.

افغانستان په دې وروستیو کې د رېل پټلۍ د راتېرولو لپاره له ایران، ترکمنستان او نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *