تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: د کونړ ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د ۶ داعش جنګیالیو د تسلیمیدو خبر ورکوي.

د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار په دې اړه تاند ته وویل، د د شاه زمین په مشرۍ د داعشیانو دغه ۶ کسیزه شبکه امنیه قومندانۍ ته تسلیم شوېده چې په پیج دره کې يې فعالیتونه کول.

بلخوا د کونړ امنیه قومندان شفیق الله سهار هم مني چې شپږ تنه داعشیان ورته تازه تسلیم شوي دي، خو وايي په دغې ډله به کونړ کې نوره هم ساحه راتنګه کړي تر څو داعشیان له منځه یوړل شي یا حکومت ته تسلیم شي.

تر دې وړاندې د داعش نږدې ۱۰۰۰ تنه جنګیالي له خپلو کورنیو سره په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو، چې ګڼو یې ویلي وو، یو شمېر ملګري یې کونړ ته تښتېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *