تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: د کابل د خیرخانې ځايي اوسېدونکي تېره شپه په یو لړ نظامي عملیاتو کې د ۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

پېښه د خیرخانې مېنې په لومړۍ حصه سیمه کې شوې ده او ویل کېږي چې امنیتي ځواکونو د غوربند درې د یو جمعیتي قومندان امر ستار پر ضد عملیات کړي دي.

د ځايي خلکو په وینا، په بیګانیو عملیاتو کې قومندان ستار له خپل زوی او دریو ملګرو سره وژل شوی او دوه نور بیا په دغو عملیاتو کې ژوبل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه عملیات د حکومت د کوم امنیتي ارګان له لوري شوي دي؟

خو ویل کېږي چې قومندان ستار په غوربند کې د پاڅونوالو مشر او د حزب اسلامي د قومندان سرسختی دښمن و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *