تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶مه: په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د سختې واورې ورېدنې له کبله لارې بندې شوي او د کابل ځینې پروازونه هم ځنډېدلي دي.

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر لخوا تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې د ترکش ایرلاین، فلای دوبۍ لومړی، دویم، دریم او څلورم پرواز ځنډېدلی دی.

همدا راز له کابل څخه نوروه هېوادونو ته هم ټول پروازونه ځنډول شوي دی، خو په داخل کې بیا فیض اباد ته پرواز ځنډول شوی، نور به نورمال دوام ولري.

همدا راز د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې هم ویأي چې بامیان، دایکنډي او غور ته تللې ټولې لارې د واورې ورېدنې له کبله تړلې دي او دغو ولایتونو ته د ځمکې له لارې تګ ناشونی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *