تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبرداری ورکړی دی چې د قاسم سلیماني وژنه به د افغان سولې پروسه باندې منفي اغېز وکړي.

نوموړي تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي، د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې په سیمه کې د فرقه ییزې جګړې او تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمال هم زیات کړی دی، چې زیات منفي اثر به یې پر افغانستان پرېوځي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو د کشمیر لانجه هم له افغان کشالې سره تړله او ویلي یې وو که هند د کشمیر له خپلولو لاس وانخلي، نو دا کار به یې د افغانستان سولې ته زیان ورسوي.

همدا راز تېره ورځ د خپل پلار په جنازه کې د سلیماني لور زینب سلیماني هم خبرداری ورکړی و چې د دوی پلوۍ ډلې به په افغانستان کې د امریکا په سرتېرو خپلې میندې ډېرې ژر وژړوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ کېږي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، خو طالبانو د سلیماني تر وژل کېدو وروسته ویلي، دا پېښه که څه هم لویه ده، خو پر افغان سوله به تاثیر ونه کړي.

2 thoughts on “قریشي: د سلیماني وژنه به افغان سوله زیانمنه کړي”
  1. د ټالیبانو غړوندی اوس د خلیلزاد په لاس کې ده چې هرې خواته یې ولي ورسره ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *