سینګاپور

تاند- سینګاپور د مځکې پر مخ یوه ګوچنۍ ټوټه ده چې مساحت یې د افغانستان تر اکثرو ولسوالیو کم دی.

مثلاً د کابل ولایت، چې د نورو ولایتونو په پرتله د افغانستان کوچنی ولایت دی، مساحت ۴ زره ۴۶۱ کیلومتر مربع دی خو سینګاپور ۷۲۵ کیلومتر مربع مساحت لري. دا کوچنی هیواد له ۶۳ ټاپوګانو جوړ شوی خو لوی ټاپو یې، چې د سینګاپور ښار او د دې هیواد د نفوسو لویه برخه پکې اوسي، پولو یوجونګ (Pulau Ujong) نومېږي.

دې هیواد د ۱۹۵۹ م کال د جون په درېمه له بریتانیا خپلواکي اخیستې ده. د ۲۰۱۸ کال له سرشمېرنې سره سم د سینګاپور نفوس ۵ ملیونه ۶ لکه ۳۸ زره ۷۰۰ تنه دی. خو سړي سر عاید یې ۶۵۶۲۷ ډالره دی چې په نړۍ کې د زیات سړي سر عاید له نظره اووم هیواد دی.

دا هیواد په تعلیم، روغتیا، اقتصادي پرمختګ او ګڼو نورو برخو کې د نړۍ په لومړی درجه هیوادونو کې حسابېږي.

ملي ژبه یې مالايي ده. دا ژبه په مالیزیا او اندونیزیا کې هم عامه ده. خو د مالیايي ترڅنګ انګلیسي، ماندرین (چینايي) او تامیل ژبې هم پکې رسمي دي.

تقریباً ټول سینګاپوریان په دوو ژبو پوهېږي. البته د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ انګلیسي د ډېرو خلکو دوهمه ژبه ده.

لي کیوان یو (Lee Kuan Yew) د سینګاپور لومړنی صدراعظم دی او د دغه هیواد موسس ګڼل کېږي.

د سینګاپور پرمختګ پاسنۍ لنډه ویډیو درښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *