تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د باندنیو چارو وزارت سرپرست وايي، دغه وزارت کې بې شمېره ستونزې به د نوې اصلاحاتي بستې له مخې اوارې شي چې په لومړي ګام کې به یې ۲۰۰ بستونو باندې ناست کسان کورونو ته رخصت کړي.
ادریس زمان نن سه شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د وزارت لخوا نوې جوړه شوې اصلاحي برنامه په څلورو برخو راڅرخي چې تر ټولو مهمه یې د دیپلوماسۍ په دستګاه کې اصلاحات راوستل دي.
نوموړي وویل: (( زموږ لومړی اقدام به دا وي چې د افغانستان بهرنی سیاست او کنسولي استازولۍ په څرخ راولو، مکافات، مجازات او د استخدام قانوني کول مو بل ګام دی، دریم ګام مو دا دی چې د کاري پروسې او ټکنالوژۍ زېربنا وڅرخوو او څلورم دا چې کنسولي خدماتو کې اسانتیاوې متحولې کړو.))
نوموړي زیاته کړه، د اصلاحاتو په لړۍ کې به حومت د خارجي تشکیل ۱۰۰ بستونه کم کړي او ۷۸ کورني بستونه هم له منځه یوسي: (( ۴ ریاستونه او دوه معینیتونه سره مدغموو، اداري معینیت له منځه وړو، کنسولي معینیت جوړوو، اقتصادي معینیت له سیاسي معینیت سره یو ځای کوو.))
نوموړی وايي، افغانستان خپل پنځه کلن بهرنی سیاست چمتو کړی دی او هر څه به په اقتصادي محور راوڅرخوي: (( همدا راز مو د خدمت او تقاعد دوره له ۴۰ کلونو ۳۵ ته راښکته کړې ده او ژر به په دې اړه طرحه عملي کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د باندنیو چارو وزارت په تېر ۱۸ کلونو کې د شمال ټلوالې لخوا اشغال شوی بلل کېږي چې د مک د راپور له مخې ۴۰ سلنه مقررۍ په کې په واسطه شوې دي، همدا راز ویل شوي چې لوی شمېر دیپلوماتان یې انګلیسي باندې نه پوهېږي او د لوړو زده کړو اسناد یې هم کمزوري دي.
که داکار وشی نیک اقدام به وي که هر ملک ته لاړ شی دا دشرم لوښی دی قانونی کار په يوه او بله بهانه ځنډوي. که کار اهل کار ته وسپارل شی ټول کارونه ښه مخ ته ځي. پردي سفارتونه درته ستا د افغان کار په دقيقو کی کوی خو دا خره بيا درته مشکلات جوړوي.