تاند(سې شنبه، د جدې ۱۸) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر نن (سې شنبه) ماسخوتن د سیمې پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني او ښاغلي ایسپر په دې ټېلفوني خبرو کې د سیمې د امنیت او په ځانګړي ډول د امریکا او ایران ترمنځ د رامنځته شوې امنیتي ستونزې په اړه خبرې وکړې.

د تېرې جمعې په ورځ د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني ووژل شو. له دې پېښې وروسته ایران وویل چې له امریکا څخه به بدل واخلي او د امریکا ولسمشر وویل چې د ایران د برید په ځواب کې به د دغه هیواد ۵۲ ځایونه بمباري کړي.

د چارو ځینې شنونکي فکر کوي چې ایران ښايي له امریکا څخه په افغانستان کې بدل واخلي ځکه چې دا هیواد له وړاندې د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره اړیکې لري او تر یوه حده یې د هغو کوربه توب، پوځي او مالي ملاتړ کړی دی.

له همدې کبله افغان چارواکي اندېښمن ښکاري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په مازدیګر د ایران ولسمشر حسن روحاني ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

که څه هم د ارګ په خبرپاڼه کې د دواړو ولسمشرانو د خبرو ډېر جزییات نه و څرګند شوي خو د دې معنا دا ده چې د افغانستان خاوره په هغه صورت کې د بل هیواد پر ضد نه کارول کېږي چې د افغانستان پر خاوره تېری ونه شي.

 د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د سیمې د امنیتي وضعیت په تېره بیا د ایران او امریکا ترمنځ د رامنځته شوي ترینګلي حالت په اړه د خبرو ترڅنګ وویل، هغه وخت راغلی چې امریکا او ایران د کړکېچ د کمولو لپاره اقدامات وکړي.

ښاغلي ایسپر له ولسمشر غني سره له خبرو څو ساعته وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران په وړاندې د سیمېئ هیوادونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. ممکن د ده اشارزه سعودي عربستان، کویت، امارت او نورو هیوادونو  ته وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *