تاند، چهارشنبه، د جدي ۸مه: د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د وروستیو جنایي پېښو په تړاو د خلکو له سختو نیوکو وروسته ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۳۰۰ کسان په مختلفو جرمونو کې په لاس لرلو نیولي دي.

وزارت وايي، درې میاشتو کې به هغه پلان بشپړ کړي چې له مخې به یې د کابل ټول پولیس امنیتي مسوولین ولایتونو ته تبدیل کړای شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار کې دننه ۲۶۱ کسان د وسله والو غلا، لوټ، لارشکونې، وژنو، انسان تښتونې او باجګیرۍ په جرمونونیولي دي: (( ددې تر څنګ به زموږ د اصلاحاتو د پروګرام له مخې د پولیسو په کادري پرسونل کې ژور تغییرات راشي.))

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ټولنیزو شبکو پر کورنیو چارو وزارت نیوکې زیاتې شوې دي چې ګواکې کابل کې امنیتي وضعیت خراب او جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *