د امریکا راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن په یو کمپاینیزه ناسته کې خپلو پلویانو ته ویلي چې امریکا به د ټرمپ د حماقت بیه پرې کړي.
جوبایډن چې په امریکا کې یو له پیاوړو نوماندانو څخه دی، رسنیو ته ویلي چې ټرمپ د ایران په تړاو غلط تسمیم نیولی چې بیه به یې امریکا پرې کړي.
د هغه په وینا امریکا له ایران سره په رامنځته شوي شخړه کې یواځې دی او د سېمې هېوادونه نه غواړي چې د امریکا لپاره له ایران سره دښمني پيل کړي.
جوبایډين زیاته کړې چې د قاسم سلیماني وژل غټه تېروتنه وه، او د هغه د وژل کیدو بیه به امریکا پرې کوي، همداراز هغه وايي، چې موږ غواړو امریکا له روانو جګړو خلاصه کړو؛ خو ټرمپ غواړي موږ په یوه بله ستره جګړه واړوي.
جوبایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ ایراني رسنیو خبر ورکړ، چې په عراق کې يې د امریکایې پوځی اډې په نښه کړي.