تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹مه: د فاریاب د غورماچ اوسېدونکې یوه مېرمن چې د دې ولایت روغتون ته مرګ حال راوړل شوې ده، وايي د خپل مېړه او خسر لخوا شپږ میاشتې داسې شکنجه ورکول شوې چې د بدن غوښې او رګونه یې وچ شوي دی.

نوموړې وايي، میړه او خسر به یې ورته سیخان په اورګرمول او په بدن به یې ورته داغونه ورکول تر دې چې د ګوتو او پښو نوکان یې هم ترې ایستلي دي.

دغه میرمن چې د واده یې یو کال پوره شوی دی اوس په سختو رواني ستونزو هم اخته ده.

د لعل بي بي مور او پلار وايي د هغې خاوند او خسر په تیرو شلو ورځو کې آن د نوموړې نوکان هم ایستلي او غوښې یې ترې پرې کړې دي.

له بلې خوا د فاریاب ولایت د ښځو چارو رییسه ماریا نوري خبریالانو ته وایي د لعل بي بي د بدن ټپونو بوی کړی او رګونه یې هم شړیدلي دي، نوموړې وايي، ډاکټران هوډ لري چې د دغې مېرمنې دواړه پښې پرې کړي.

له بلې خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا پيښه زړه بوږونکې بولي.

د دغه کمیسیون د شمیرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کابو پنځه زره پیښې ثبت شوې چې د تیر کال په پرتله د اوه سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.

One thought on “لعل بي بي، میړه یې ۶ میاشتې د بدن غوښې په ګرمو سیخانو داغلې، ډاکټران یې پښې پرې کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *