تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹مه: د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا د جګړې پراختیا به په افغانستان کې د سولې روان مذاکرات پای ته ورسوي.

ریچارډ اولسن ویلي، که د امریکا او ایران جګړه زور واخلي، امریکا مجبوره ده چې په افغانستان کې د ګواښونو د مخنیوي لپاره خپل نظامي حضور پیاوړي کړي او په داسې حالاتو کې به د سولې خبرې مخته ولاړې نه شي، بلکې په همدې ځای کې به پای ته ورسېږي.

په همدې تړاو نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یو مطلب کې لیکلي، ایران په افغانستان کې د امریکایانو حضور ته د خپل کورني امنیت د تهدید په سترګه ګوري.

ورځپاڼې د دوه امریکايي جنرالانو له قوله ويلي چې په عراق کې د امریکایانو پر اډو د ایران توغندیزو بریدونو له افغانستان څخه په ایران د ورته برید لپاره بحثونه راپورته کړي دي.

خو بلخوا تېره ورځ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي، پر امریکایانو توغندیز بریدونه کافي نه وو، بلکې له دې وروسته باید په سیمه کې د امریکا حضور ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *