تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹ مه: د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پاکستان د سولې لپاره رول لوبولو ته تیار دی، خو له دې وروسته به کومې جګړې برخه نه جوړېږي.
عمران خان دا بیان په داسې مهال ورکړی، چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
د پاکستان صدراعظم عمران د چهارشنبې په ورځ پر امریکايي اډې د ایران تر برید وروسته پر خپلې ټویټر پاڼې په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې هېواد به یې بیا په کومه جګړه کې برخه وانخلي: ” د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته مې لارښوونه کړې، چې د ایران، سعودي عرب او امریکا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او همداشان جنرال باجوه ته مې له اړوندو پوځي افسرانو سره د تماس ویلي، ترڅو د پاکستان ښکاره پېغام ورته ورسوي، چې پاکستان د سولې لپاره رول لوبولو ته تیار دی، خو بیا به په کومې جګړې کې برخه وانخلي.”
د پاکستان د صدراعظم عمران خان تر بیان مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ټینګار کړی، چې پاکستان نه غواړي په سیمه کې په کومه نوې جګړه کې ښکېل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې، قریشي د جنورۍ په ۵مه نېټه له خپل ایراني سیال سره په ټلیفون خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی و، چې خپله خاوره به د چا پرضد کارېدو ته پرېنږدي او نه به هم د سیمه ییزې شخړې برخه وګرځي.