تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۹ مه: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي،په لومړي ځل به د کرومایټ ډبرې دننه په هېواد کې پروسس شي.
دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چې کرومایټ ډبرې به دننه په هېواد کې تر پروسس وروسته د افغانستان په مارک بهر ته ولېږدول شي.
ښاغلی مطفي زیاتوي، تردې وړاندې دغه قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاقیدې او د پاکستان په نامه پروسس کېدې چې دې کار افغانستان ته ګڼ اقتصادي زیانونه اړول.
د کرومايټ قیمتي ډبرې په لوګر ، کابل، خوست، پروان او ميدان وردګو ولايتونو په غرونو کې پيدا کېږي.
له کرومايټ ډبرو څخه د اوسپنې او نورو فلزاتو په پياوړي کولو کې ګټه اخيستل کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو وزارت په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ کانونه تازه د استخراج لپاره انتخاب کړي دي چې ژر به یې د ۱۰ کانونو د کیندنې چارې پیل شي.