تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: د زابل ولایتي چارواکي وايي، د کابل– کندهار لویه لاره د دغه ولایت د مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ ترمنځ د سختې واورې ورېدو له امله د پنجشنبې له مازیګر راهیسې تړل شوېده.

د چارواکو په وینا چې د واورې ورېدو له امله په لار کې بند درې ماشومان هم مړه شوي دي.

د شاجوۍ ولسوال وزير محمد جوادي وايي، چې دغو ماشومانو د خپلې کورنۍ د غړو سره په یو کرولا موټر کې سفر کاوه، چې د لارې بندېدو له امله یې شپه په موټر کې تېره کړې او نن سهار يې د سختې یخنۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه د کلات او شاجوۍ ولسوالی ترمنځ د زاړه نورک په سيمه کي رامنځ ته شوې ده.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې په لار کي د واورو له کبله بار وړونکي موټر چپه شوي او تر دوه سوه زيات موټر د لارې خلاصون ته منتظر دي.

تر دې وړاندې راپورونه راغلي وو چې د کابل ـ کندهار لویه لار د غزني او میدان وردګو په ځینو سیمو کې د واورو له کبله تړلې ده چې مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *