د روان  ۲۰۲۰م  زیږدیزکال د جنورۍ په څلورمه نیټه د امریکا پلازمینې واشنګټن ډي سي ته څیرمه ایالات ویرجینیا کې د  پښتون جرګې بنسټ پرانیستل شو. غونډه جمال کاکړ د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل کړه، او د پښتون جرګې پرانیستل یې اړین او ګټور وبلل.
وروسته، د جرګې غړی ټولو ګډنوالو ته د ښه راغلاست وینا  ترڅنګ د کونسل د جوړیدو په اړه معلومات وړاندی کړل.
په غوڼډه کې د امریکا د بیلابیلو سیمو څخه سیاسی کارپوهانو او عالمانو هریو
سیاسی کارپوه، د نړیوالو اړیکو او نړیوال امنیت، سیاسی تشدد او ترهګرۍ متخصص، او وتلی څیړنکار عدالقیوم مومند، سیاسی چارو متخصصه او په اسیا کې د جنوبی هیوادونو د سیاسی او نظامی چارو کارپوهه کریسټن فیر، د رنګونو او معادنیاتو کارپوه رسول محمد، د امریکا پلازمینه واشنګټن کې د نړیوالو چارو انسټیټوټ مشراو سیاسی شنونکی هاشم وحدت یار، او په امریکا کې  دپښتون ژغورنې غورځنک غړی احمد نواز برخه اخیسته وه.
نوموړو کارپوهانو په سمه کې او په ځانګړي توګه د لوي افغانستان په خاوره کې په امنيتي، سياسي، افغان وژنه، او د سولې په پروسه ګډنوالو ته معلومات وړاندي کړل. د پوهانو د ويناوو څخه وروسته د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پيل شوه چې ګډنوالو پکې د ميز درنو ميلمنو څخه هر اړخيزې پوښتنې وکړي.
پټه دې پاتي نه وي چې، په غونډه کې سپوږمۍ مسيد د سليمان لايق صاحب شعر دکلمه او د لايق صاحب ترانه “جرګه” يې هم په ترنم کې برخوالو ته واوروله. غونډه ماښام نهه بجې پاي ته ورسيده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *