تاند، جمعه، د جدي ۲۰: د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي، د ایران او امریکا د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره د افغانستان له فضا څخه الوتنې په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ پورې ډیرې شوې دي.
د هوایي چلن ادارې د کنترول مشر معصوم معصومي په دې اړه تاند ته وويل، د ایراني هوایي حریم د ستونزو له امله د پروازونو ترافیک بدل شوی او په وروستۍ اوونۍ کې په بیساري ډول د افغانستان په هوایي حریم د الوتکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
نوموړی وایي، پخوا به د افغانستان له مسیر څخه په ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۳۰۰ الوتکې تیریدې خو اوس په ۲۴ ساعتونو کې دا شمېر له ۴۱۴ څخه اوړي چې افغانستان له هر پرواز څخه ۷۰۰ ډالر ترلاسه کوي: (( یعني ویلی شم چې موږ له سل اضافه شویو پروازونو څخه په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ زره ډالر اضافي عاید ترلاسه کوو، خو دا موقتي موضوع ده، کیدای شي معادله بدله شي.))
نوموړی وایي، د جرمني، ناروې او استراليا په ګډون د څو هیوادونو هوایي شرکتونو په دې وروستیو کې د ایران له هوايي حریم څخه خپلې الوتنې وځنډولې ترڅو د احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وشي.
د متحده ایالاتو او ایران ترمینځ ترينګلتیا هغه وخت لا پسې زیاته شوه کله چې د ایران د انقلابي ګارد قومندان قاسم سلیماني د تېرې جمعې په ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.
تهران تیره چهارشنبه په عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پر دوو پوځي اډو د توغندیو برید وکړ.