تاند، جمعه، د جدي ۲۰: د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار د سيټلایټ ټاون (مېئنې) په یوه جومات کې د پاکستاني ملیشو، د پولیسو قومندان امان الله او افغان طالب مشرانو باندې چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.
تاند ته رسېدلي معلومات ښيي چې د ټاون غوث اباد جومات کې دې چاودنې د پاکستاني پولیسو قومندان امان الله، د طالبانو د اقتصادي کمیسیون د مشر ملا ګل اغا ورور ملا ظریف او د طالبانو د قاضي القضات شیخ حکیم ورور حاجي صوفي هم وژلي دي، خو معلومه نه ده چې دا یوه چاودنه وه که ځانمرګی برید و.
له بلې خوا د طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا تاند ته په استولي وضاحت کې راغلي نن د پاکستان د کوټې ښار په اسحاق آباد سیمه کې په یوه مسجد کې د لمانځه په مهال چاودنه شوېخو په وینا یې د اسلامي امارت اړوند هیڅ کوم مشر دغه جومات کې وجود نه درلود او نه هم دلته کومه غونډه وه.
قاري یوسف په دې اړه خپاره شوي راپورونه له واقعیت څخه لرې دي.
خو تر دې وړاندې کچلاغ کې هم په طالب مشرانو چاودنه طالبانو رد کړه چې وروسته معلومه شوه د ملا هیبت الله ورور او ګڼ مشران په دغه چاودنه کې وژل شوي وو.
پاکستاني رسنیو د وژل شویو کسانو د نومونو لیست په دې ډول خپور کړی دی: