تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: ایران ومنله چې له ۱۷۹ مساپرو ډکه اوکراینۍ الوتکه یې پوځ په تېروتنې سره ویشتلې او راغورځېدلې.

د ایران د پوځ لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي، دغه اوکراینۍ بوینګ الوتکه د انساني تېروتنې له مخې د دوی له پوځ څخه په توغندي لګېدلې ده.

د چهار شنبې په ورځ یوه بوینګ اوکراینۍ الوتکه د تهران له امام خمیني هوايي ډګر څخه تر الوتو لږ وروسته رانسکوره شوه چې ایران یې د نسکوریدو علت تخنیکي ستونزه وبلله او په دغې پېښه کې د الوتکې ۱۷۹ سورلۍ چې ۱۰ تنه په کې افغانان هم وو، ټوله له منځه ولاړه.

له دغې پېښې وروسته امریکايي رسنیو تېره ورځ راپور ورکړ چې د کاناډا، افغانستان، اوکراین له مساپرو ډکه دغه الوتکه د دوی د سیټلایټ د معلوماتو له مخې په توغندي ویشتل شوې ده خو ایران دا ادعا رد کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *