تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: د یو شمېر هزاره فعالانو او وکیلانو په هڅو د زمان احمدي په نوم هغه کس له زندان څخه په راخوشې کېدو دی چې د اسلام دین ته په سپکاوي په شل کاله زندان محکوم شوی و.
هزاره فعالان وايي، مني چې زمان احمدي به اسلام ته له سپکاوي ډکه لیکنه کړې وي، مګر چاپ کړې یې نه ده، ځکه نو له اووه کلونو راهیسې په زندان کې ساتل شوی دغه کس باید راخوشې شي.
د دغه کس دوسیه چې ګڼو هزاره فعالانو مخته وړې ده، اوس یې د ۲۰ کلن زندان حکم لغوه شوی او د زمان احمدي وکیل علي مدد حکیمي وايي، چې یوه اوونۍ وروسته به یې مؤکل خوشې کړای شي: (( یو ځل بیا به لومړنۍ محکمه پرې دایرېږي، موږ غواړو چې له همغه ځایه برائت ورکړل شي.))
بلخوا د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي هم وايي چې د زمان احمدي د خوشې کولو په اړه به وروستۍ پرېکړه د سترې محکمې لخوا صادرېږي.
د راپورونو له مخې زمان احمدي د ۱۳۹۱ کال د تلې په میاشت کې د یوې مقالې د لیکلو په غبرګون چې ګواکې اسلام ته یې په کې سپکاوی کړی و، د کابل په دشت برچي کې ونیول شو.