تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: افغانستان او اوکراین دواړو هېوادونو وروسته له هغې چې ایران د اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو پړه پر غاړه واخیسته، په پېښه خپلې تازه څرګندونې کړې دي.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، اړتیا ده چې په پېښه کې د افغانانو د مړیو د تشخیص لپاره د (DNA) ازموینې وشي.

ښاغلي لیوال ویلي، د پېښې د قربانیانو جسدونه له پېژندنې وتلي دي او په دې وضعیت کې نه دي چې هر څوک دې خپل مړی وپېژندلی شي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، ایران باید د پېښې تاوان ورکړي او رسمي بخښنه دې هم وغواړي.

ولادیمیر زیلنسکي په خپل ټویټر لیکلي، ایران باید د پېښې پړه محاکمه کړي، هر هیواد ته خپل جسدونه ور وګرځوي، تاوان یې ورکړي او په رسمي بڼه بخښنه وغواړي.

نوموړی وايي، د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پيل شوې دي او پرته له کوم ځنډ او خنډه به دوام وکړي.

د اوکراین ۷۳۷ بوینګ الوتکه د چهار شنبې په ورځ په ایران کې له امام خمیني هوايي ډګر څخه تر الوت لږه شیبه وروسته راوپرځېده چې ایران یې په اړه اوس وايي، دغه الوتکه د دوی د پوځ له لوري په تېروتنه ویشتل شوې ده.

د الوتکې د راغورځېدنې په دغه پېښه کې ۱۷۹ سورلۍ ټولې ووژل شوې چې ۱۰ تنه یې افغانان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *